حٰمٓ السجدة ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
حم

حا میم -

سورة حٰمٓ السجدة

اوددی نومونه دادی: فصلت، المصابیح، الاقوات، سجدة المؤمن -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په ډیرو طریقو سره دی اوله طریقه داده چه په تیر شوی سورة کښی رد دشرک فی الدعاء وؤ نوپه دی سورة کښی دفع د دری اوهامو دمنکرینو ده، دوهمه داچه په سورة مؤمن کښی نهه صفتونه د نازلوؤنکی دقرآن وو چه اللّه تعالٰی دی نوپه دی سورة کښی نهه احوال دمنزَّل (قرآن) دی - دریمه طریقه داچه هلته دتخویف دنیوی یوه نمونه وه نوپه دی سورة کښی دوه نمونی ذکرکوی -

دعویٰ ددی سورة:

اثبات د توحید دی په دفع د دری شبهاتو سره - اوپه اته عقلی دلیلونوسره اوپه رد د اقسامو دشرک سره (شرک فی العبادت او فی الدعاء او فی العلم) او پنځلس اسماء الٰهیو سره - اوپه ډیر زجرونو او تخویف دنیویو او اخرویو سره -

خلاصه د سورة:

داده چه دا سورة تقسیم دی دری بابونوته - اول باب تر (۲۴) پوری دی په دی کښی اول ترغیب دی قرآن ته په ذکر دنهه حالاتو دقرآن اوزجردی په اعراض دقرآن سره بیا شبهه د منکرینو ده اوجواب دهغی دی بیا څلور عقلی دلیلونه دی بیا تخویف دنیوی په ذکر دعاد او ثمود سره او تخویف اخروی تفصیلی دی -

تفسیر

دا نوم دقرآن یا نوم دسورة دی یادپاره د اعجاز دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل