فَلَمَّا رَأَوْا بَأْسَنَا قَالُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَحْدَهُ وَكَفَرْنَا بِمَا كُنَّا بِهِ مُشْرِكِينَ
نوهرکله چه دوی اولیدو عذاب زمونږه اوئیل دوی ایمان راوړی دی مونږ په اللّه تعالٰی باندی په یووالی دهغه او انکارکوؤ مونږ دهغه معبودانو نه چه شریکان کړی مو وؤ د اللّه تعالٰی سره -
هرکله چه کفار پوهه شول په وخت دعذاب کښی چه بل هیڅ څیزفائده نشی ورکولی بلکه معبودان ددوی هم نجات نشی ورکولی نودوی په دغه وخت کښی ایمان په توحید باندی راوړو لکه چه فرعون داسی کار کړی وؤ -