المؤمن ۸۲

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَانُوا أَكْثَرَ مِنْهُمْ وَأَشَدَّ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَمَا أَغْنَى عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

آیا نو دوی نه گرځی په ملک کښی چه اوگوری چه څه رنگ شو انجام دهغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وؤ هغوی وؤ ډیر ددوی نه او زیات په قوت کښی اوپه نښو جوړولوسره په ځمکه کښی نودفع نه کړو ددوی نه (عذاب) هغه کارونو چه دوی کول -

مخکښی آیاتونو کښی آیات دنعمتونو ذکرکړل نو اوس آیات دعذاب ذکرکوی او دا تخویف دنیوی دی (وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ) اوچتی بنگلی او آبادئ کول په غرونو کښی اوپه دی کښی اشاره ده قوم فرعون ته چه په دی سورة کښی دهغوی حال تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل