المؤمن ۷۱

إِذِ الْأَغْلَالُ فِي أَعْنَاقِهِمْ وَالسَّلَاسِلُ يُسْحَبُونَ

په هغه وخت چه طوقونه به په سټونو ددوی کښی وی او زنځیرونه (په خپو کښی وی) راښکلی کیږی به -

په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی ذکرکوی دپاره د مجا دلینو اودا تخویف مشتمل دی په لس امورو باندی (وَالسَّلَاسِلُ) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ سلاسل به هم ددوی په سټونو کښی وی، دوهمه معنیٰ داده سلاسل به ددوی په خپو کښی واچولی شی (ثُمَّ فِي النَّارِ يُسْجَرُونَ) یعنی په شان د خشاک به په دوی سره اور توده ولی شی یا معنیٰ دا چه روتولی به شی په اور کښی یا په معنیٰ د ډکولو سره دی یعنی ډکولی به شی په دوی سره اورد جهنم (ثُمَّ قِيلَ لَهُمْ) دا تپوس دپاره د سخت زجر دی هغه چاته چه په دنیا کښی شرک فی الدعاء ئی کړی وؤ (أَيْنَ مَا كُنْتُمْ تُشْرِكُونَ، مِنْ دُونِ اللَّهِ) یعنی کوم ځای دی چه آواز کړئ ورته چه تاسو ددی عذاب نه بچ کړی نودوی به اول جواب اوکړی (ضَلُّوا عَنَّا) روک شو زمونږ نه اودا جمله مستلزم ده ددوی اقرار کولو لره په شرک ددوی باندی نوبیا به ئی خیال راشی چه دا خو مونږ بد کار اوکړو چه دځان نه مو اقرار اوکړو نو دوهم جواب به اوکړی (بَلْ لَمْ نَكُنْ نَدْعُو مِنْ قَبْلُ شَيْئًا) یعنی انکار به اوکړی د شرک فی الدعاء نه لکه سورة انعام (۲۳) کښی تیرشوی دی (تَفْرَحُونَ) فرق د فرح او مرح دادی چه اول د زړه سره تعلق لری او دوهم دظاهر سره تعلق لری، اودوهم قول ددی برعکس دی قرطبی دوهم فرق ته اشاره کړی ده وئیلی دی په معنیٰ د تفرحون کښی مراد دادی چه ښکاره کوله تاسو خوشحالی په گناه کولو او په ډیرو مالونو او ډیرو نوکرانواوپه صحت او عافیت سره نوپه دی کښی عرسونه دپیرانو هم داخل دی چه په شرک کولو سره خوشحالی ښکاره کوی او تَمْرَحُونَ، دادی چه په رفتار او گرځیدلو کښی تکبراو لوئي کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل