المؤمن ۶۹

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُجَادِلُونَ فِي آيَاتِ اللَّهِ أَنَّى يُصْرَفُونَ

آیا ته نه گوری هغه کسانوته چه جگړی کوی په آیاتونو د اللّه تعالٰی کښی څه رنگ اړولی کیدی شی د حق نه -

دا بیا زجر دی مجادلینوته یعنی دغه دلیلونه چه تیرشول په دی کښی جگړی کوی او خپل شرک ثابتوی او ددی مجادلینو حال ئی بیان کړی دی (بِالْكِتَابِ) جنس کتابونه الٰهیه ترینه مراد دی یا صرف قرآن مراد دی (وَبِمَا أَرْسَلْنَا بِهِ رُسُلَنَا) مرا ددی نه مسئله د توحید ده چه هغه په سورة انبیاء (۲۵) او سورة نحل (۳۶) کښی ذکرده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل