الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيُؤْمِنُونَ بِهِ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ
هغه ملائک چه پورته کوی عرش د اللّه تعالٰی اوهغه چه چاپیره دهغی نه دی تسبیح وائی سره دستائینی د رب ددوی نه اوایمان راوړی په هغه باندی اوبخنه غواړی دپاره دمؤمنانو (وائی دوی) ای ربه ځمونږ راگیرکړی دی تا هرڅه په رحمت اوپه علم کښی نوبخنه اوکړه هغه چاته چه توبه ئی کړی ده دشرک نه اوتابعداری کړی ده ستادلاری اوبچ اوساتی دوی لره دعذاب داورنه -
په دی آیت کښی بشارت دی مؤحدینوته روستو دتخویف دمنکرینونه اودا دریم عنوان دی اوهرکله چه ئی دکافرانو دشمنی ذکرکړه دمؤمنانوسره نواوس ذکرکوی دوستانه اوشفقت دملائکو په مؤمنانوباندی دپاره دتسلئ ددوی (الَّذِينَ يَحْمِلُونَ الْعَرْشَ) تخصیص ددی ملائکو ئی ددی وجی نه اوکړو چه دوی مقرب او ډیرلوی شان او قوت والا دی حدیث دجابر رضی اللّه عنه کښی مرفوعاً راغلی دی چه رسول اللّٰه ﷺ د حملة العرش دملائکو نه دیو ملک حال ذکرکړو چه دغوږ دنرمئ نه ئی تراوگی پوری د اوؤ سوؤ کلونو مزل دی اوددی ملائکو صحیح عدد اللّه تعالٰی ته معلوم دی ځکه چه په دی کښی صحیح حدیث مرفوع نیشته (وَيَسْتَغْفِرُونَ لِلَّذِينَ آمَنُوا) اشاره ده چه دوی خیرخواه د مؤمنانو دی نومعلومه شوه چه اشتراک په عقیده دتوحید کښی سبب دمحبت او دنصیحت (خیرخواهئ) دی اوپه دی کښی ترغیب دی ایمان راوړلو ته (وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا) دا هم وسیله ده په دوه صفتونو د اللّه تعالٰی سره ځکه چه د اجابت ددعا دپاره رحمت عظیمه او علم په حالاتو ددعا کوؤنکی باندی ضروری دی (وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ) په تابوا کښی اشاره وه عقیدی دتوحید او اجتناب عن الشرک ته اوپه وَاتَّبَعُوا کښی اشاره ده عمل صالح ته (وَمَنْ صَلَحَ) یعنی چاچه دمؤحد سره په توحید کښی موافقت کړی دی پلار، ښځی، اولاد اگرچه مجاهده ئی ددغه کس په شان نه ده کړی لیکن دوی لره به دهغه پوره خوشحاله کولو دپاره جنت ته داخل کړی شی اودارنگ سورة رعد (۲۳) کښی تیرشوی دی - دمطرف قول دی چه ډیر خیرخواه په بندگانو د اللّه تعالٰی کښی دبندگانو دپاره ملائک دی په سبب ددی آیاتونو اوبدخواه په مخلوق کښی دمخلوق دپاره شیطان دی -