وَسِيقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِنْكُمْ يَتْلُونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِ رَبِّكُمْ وَيُنْذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَذَا قَالُوا بَلَى وَلَكِنْ حَقَّتْ كَلِمَةُ الْعَذَابِ عَلَى الْكَافِرِينَ
او اوبه شړلی شی کافران جهنم طرف ته ډلی ډلی ترهغی پوری چه راشی جهنم ته پرابه نستی شی دروازی دهغی او اوبه وائی دوی ته څوکیداران د هغی آیا نو وؤ راغلی تاسوته رسولان ستاسونه چه لوستل ئی په تاسو باندی آیاتونه درب ستاسو او ویره ئی درکوله تاسوته د ملاقات دورځی ستاسونه چه داده دوی به اوائی هان (ولی نه) لیکن پوره شوی وه فیصله دعذاب په کافرانو باندی -
په دی کښی تقسیم د جزا و سزا ذکرکوی روستو دحساب او دشهادت نه نوپه دی آیت کښی تخویف اخروی دی په ذکرکولو دحال دمنکرینو سره (زُمَرًا) هغه جماعتونو ته وئیلی کیږی چه د هغوی په مینځ کښی تفرقه ښکاره وی کفر اگرچه ملت واحده دی لیکن په اقسامو دهغی کښی ډیرفرق دی - (فُتِحَتْ أَبْوَابُهَا) سورة حجر (۴۴) کښی تیرشوی دی چه اووه دروازی دی اوپه دی کښی اشاره ده چه دوی ته د مخکښی نه دروازی پرانزی دا ددوی تذلیل دی -