وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ
او یقیناً وحی کړی شوی ده تاته او هغه کسانوته چه ستا نه مخکښی دی که چیری شرک دی اوکړو خامخا برباد به شی عمل ستا او خامخا شی به ته د تاوان والو نه -
دا علت د ماقبل دی یعنی ددی مشرکانو جاهلانو د امر او دعوت نه ځان بچ اوساته ځکه چه اتفاقی وحی د ټولو انبیاؤ سره واضح شوی ده چه په شرک کولو سره هرعمل بربادیږی - دا دلیل دی په قباحت دشرک باندی چه د پیغمبر عمل ورته ټینگیدلی نه شی نود نورو خلقو عمل به شرک ته څه رنگی ټینگ شی - اود پیغمبرنه خو گناه نه کیږی نو لئن اشرکت خطاب په طریقه د فرض او تقدیردی یعنی باالفرض و التقدیر که پیغمبرشرک اوکړو نو عملونه به ئی برباد شی (بَلِ اللَّهَ فَاعْبُدْ) مخکښی آیت کښی منع کول وو دشرک نه اوپه دی ایت کښی امردتوحید دی او (الشَّاكِرِينَ) نه مراد ظاهرول او دعوت کول دتوحید دی -