لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
خاص هغه لره کنجیانی د آسمانونو او ځمکی دی اوهغه کسان چه کفر ئی کړی دی په آیاتونو د اللّه تعالٰی دغه کسان خاص دوی پوره تاوان والا دی -
دا اتم دلیل عقلی دی په دی کښی دریم صفت کلیه ذکردی یعنی اختیار دتصرف دهرڅه د اللّه تعالٰی سره دی او چابیانی چه خاص د اللّه تعالٰی سره دی نو معلومه شوه چه دخزانو د ورکولو اختیارمند هم صرف هغه دی -