وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ
اوپه ورځ دقیامت کښی وینی به ته هغه کسان چه دروغ وئیلی دی په اللّه تعالٰی باندی مخونه ددوی به توروی آیا نیشته په جهنم کښی ځائ د اوسیدو د لوئ کوونکودپاره -
روستو ددفع د ذکردبهانونه تخویف اخروی ذکرکوی یعنی جرم ئی ثابت شو اوبهانه ئی ختم شوه نوشرمنده به وی اومخ به ئی توروی (الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ) په دی کښ داخل دی مشرکان چه اللّه تعالٰی ته نسبت دشریک او د ولد کوی او بقاعی وئیلی دی چه معتزله او هغه څوک چه دروغ وائي او خیال ئی دا وی چه اللّه تعالٰی ځما دروغو نه خبر نه دی نوپه دی کښی هغوی هم داخل دی -