الزمر ۵۸

أَوْ تَقُولَ حِينَ تَرَى الْعَذَابَ لَوْ أَنَّ لِي كَرَّةً فَأَكُونَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ

یا اونه وائی کوم وخت چه اووینی عذاب لره که چیری وی مالره دوباره تلل دنیا ته نوزه به وی د ښائسته عمل کوؤنکونه -

دا دریم عذردی یعنی که قرآن نه وی نازل کړی شوی نو چه دوی به دوباره دنیا ته راتلل غوختلی نوحق به ئی وؤ او اللّه تعالٰی به دا حق منلی وی لیکن هرکله چه قرآن نازل کړی شوی اودوی ته پوره عمر هم ورکړی شوی دی اوقرآن نه منی نوکه قیامت کښی اوائي چه ما دنیا ته واپس کړه چه زه ایمان راوړم نودا سوال به ئی نه قبلیږی بلکه ورته به هغه جواب اوشی کوم چه سورة فاطر (۳۷) کښی تیرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل