أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِي النَّارِ
آیا هغه څوک چه پوره شوی وی په هغه باندی فیصله دعذاب نو آیا ته به بچ کړی هغه چا لره چه په اورکښی همیشه دی -
په دی دواړه آیاتونوی کښی مقابله دفریقینو په جزا سزا کښی بیانوی اول تخویف دی او دوهم بشارت دی (كَلِمَةُ الْعَذَابِ) مرا ددی نه فیصله دتقدیر ده په اشقیاؤ باندی یامراد ترینه هغه قول دی چه په آخردسورة ص (۸۵) کښی ذکرشوی دی (لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا) په دی کښی بشارت ذکرکوی دوهم فریق لره هرکله چه په (۱۶) کښی دمنکرینو دپاره عذاب دبره طرف او لاندی طرف نه ذکر کړی وؤ نوپه دی آیت کښی دجنتیانو دپاره لاندی باندی غرف ذکرکوی (لٰکن) تفسیرقرطبی کښی وئیلی دی چه دا لَکن دلته د استدراک دپاره نه دی ځکه چه مخکښی نفی نیشته بلکه دپاره دانتقال دیو قصی نه بل قصی ته دی (مَبْنِيَّةٌ) دا لفظ ددی فائدی دپاره دی چه ددنیا د بنگلوچتونه چه څومره اوچت ځی نوکمزوری وی اودجنت چتونه ټول مضبوط او محکم دی اوپه حدیث مرفوع کښی وارد دی چه بخاری او مسلم نقل کړی دی چه به اهل غرف دخپل ځان نه اوچت داسی وینی لکه چه ستوری چمکدار دنورو ستورو نه په مشرق یا مغرب کښی پاتی شوی وی اوتاسوئی وینئ داد وجی دفرق دمرتبو ددوی دی یوتربله دوی اوئیل یا رسول اللّٰه دغه منازل به د انبیاء علیهم السلام وی هغه اوفرمائیل نه بلکه قسم په هغه ذات چه ځما نفس دهغه په لاس کښی دی دا هغه سړی دی چه ایمان ئی په اللّه تعالٰی باندی راوړی دی اوتصدیق درسولانو ئی کړی دی -