الزمر ۱۷

وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ

اوهغه کسان چه ډډه کوی دهرطاغوت دبندگئ کولو دهغه نه اوگرځی اللّه تعالٰی ته په اخلاص سره دوی لره خوشحالئ دی نوزیری ورکړه بندگانو ځما ته -

مخکښی حال دفریق دمنکرینو ذکرشو سره دتخویف نه نو اوس په مقابله دهغوی کښی ذکرکوی حال دمؤحدینو اوهغوی ته بشارت او دهغوی شپږ صفتونه ذکرکوی (الطَّاغُوتَ) مبالغه ده په طغیان کښی په حقیقت کی هغه چاته وئیلی کیږی چه ډیرزیات سرکش او گمراه وی شیطان انسی او جنّی په کښی داخل دی اومجازاً هرمعبود من دون اللّه باندی اطلاق کیږی لکه بتان، قبرونه داولیاؤ وغیره ځکه عبادت ددوی سبب دگمراهئ دی دا اطلاق دسبب دی په مسبب باندی دا خطیب شربینی په سراج المنیرکښی لیکلی دی (لَهُمُ الْبُشْرَى) په زړه کښی به خوشحاله وی په دنیا کښی او په وخت د ځنکدن کښی به ملائک بشارت ورکوی اودارنگ په وخت بعث بعدالموت اومیدان حشر اوموقف د حساب کښی دی ټولو ته عام دی ځکه ئی مطلق ذکرکړی دی، د (الْقَوْلَ) نه مراد قرآن اوحدیث دی داپه توجه سره آوری ځکه استماع قصد د آوریدلوته وئیلی کیږی یا مراد دقول نه مطلق خبری دی حق او باطل بی دلیله او په دلیل سره، ښه اوبدی - نوددی استماع کوی دپاره ددی چه حق اوباطل په کښی معلوم کړی - (فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ) یعنی دعلم نه روستو عمل کول دی هرکله چه مراد دقول نه قرآن اوحدیث وی نومراد داحسن نه مقابل دحسن اود جائزدی اوهغه په عباداتو معاملاتوکښی شته - مثلاً په مونځ کښی احسن دادی چه پوره مشتمل وی په شرطونو او ارکانو اوموافق وی دسنت د نبی ﷺ سره اوپه اختلافی مواضعوکښی په راجح طریقه باندی عمل وی اوکه مشتمل وی په مکروهاتوباندی نوجائزبه شی لیکن احسن نه دی دارنگ په معاملاتوکښی په چا باندی دین (قرض) وی نوچه معاف ئی کړی یا ورله مهلت ورکړی اودارنگ په مذاهبوکښی چه کوم مذهب د دلیل په لحاظ سره راجح وی په هغی باندی عمل اوکړی اودارنگ یوطرف ته اصح حدیث اتفاقی وی اوبل طرف ته صحیح حدیث اختلافی وی لکه احادیث د رفع الیدین په مونځ کښی ماسیوا داول تکبیرنه دا صحیح اتفاقی دی اواحادیث دترک رفع الیدین اختلافی صحیح دی - اودارنگ واجب مقدم کوی په مستحب باندی اومستحب مقدم کوی په مباح باندی نوداټول کارونه احسن دی - اوهرکله چه مراد د الْقَوْلَ، نه مطلق وی نوداحسن نه مراد مقابل د سیئ (بدئ) دی یعنی مسائل او احکام او خبری هرقسم آوری لیکن عمل په هغی باندی کوی چه په دلیل شرعی سره ثابت وی - نوپه دی کښی اشاره ده چه سره دعلم نه په چا پسی بی دلیله تقلید نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل