فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُمْ مِنْ دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ
نوبندگئ کوئ د هغه چاچه غواړئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه ته اوایه یقیناً پوره تاوان کښی دی هغه کسان چه تاوانی کړل ځانونه اوبال بچ خپل لره په ورځ دقیامت خبرشئ دا تاوان ښکاره دی -
مخکښی ئی لار دمؤحد ذکرکړه نوپه دی کښی لار د مشرک ذکرکوی چه عبادت کول د ماسوی اللّه دی اومقصد په دی امر کښی زجردی ددی وجی نه ورپسی تخویف دعذاب ئی ذکرکړی دی - اوورپسی دخسران تفصیل ذکرکوی په (لَهُمْ مِنْ فَوْقِهِمْ ظُلَلٌ) سره یعنی اور دجهنم به په دوی باندی د هرطرف نه احاطه کوی ظُلَلٌ نه مراد طبقی دی په شان دغټو وریځو اوپورته ظلل ته غواش او لاندی ته مهاد وئیلی شوی دی په سورة اعراف (۴۱) کښی - بیا سوال راغی چه په دی عذابونو ذکرکولو کښی څه فائده ده عنادیان خونه منی نوجواب ئی اوکړو په (ذَلِكَ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِ عِبَادَهُ) سره یعنی ددی نه فائده انابت والا کسان اخلی بیائي ددی عذابونونه دبچ کیدلو طریقه بیان کړه (يَا عِبَادِ فَاتَّقُونِ) سره -