قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ
اوئیل اللّه تعالٰی پس دا خبره حقه ده او حق وایم زه -
روستو د زجرنه معرضینوته تخویف وؤ هغوی ته په عاقبت د ابلیس سره اوس ذکرکوی صدق د نبی ﷺ په اول آیت کښی او صدق دقرآن کریم په دوهم آیت کښی - اوهرکله چه مانع د صدق نه دوه څیزونه دی یو طمع د اجر دعوض چه دهغی په وجه پوره حق نشی بیانیدی او دوهم دځان نه خبری جوړول نودا دواړه څیزونه ئی نفی کړل (الْمُتَكَلِّفِينَ) تکلف عام دی دځان خبری جوړول او ځان کښی د داسی صفتونو دعویٰ کول چه هغه په کښی نه وی اوبغیر دعلم نه فتویٰ ورکول - اوپه دی کښی حدیث د عبداللّه ابن مسعود دی: " چه په یو خبره او مسئله باندی علم لری نوپه هغی باندی دی قول کوی اوڅوک چه دیو مسئلی علم نه لری نو اودی وائی زه نه پوهیږم ځکه چه دا هم علم دی چه په کومه خبره نه پوهیږی او اوائی چه زه نه پوهیږم اوبیائی دا آیت کریمه الوستلو -