صٓ ۷۶

قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِنْهُ خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ وَخَلَقْتَهُ مِنْ طِينٍ

اوئیل هغه زه غوره یم دده نه تا زه پیدا کړی یم د اورنه او دی دی پیداکړی د خټونه -

دا جواب دابلیس دی په اختیار ددوهم شِق سره یعنی زه په حقیقت کښی لوی یم اودا ښکاره دروغ دی (خَلَقْتَنِي مِنْ نَارٍ) دا دلیل د دعوی دی اود دلیل دوهمه مقدمه پټه ده یعنی اور غوره دی د خټونه نو نتیجه ئی داشوه چه زه دده نه غوره یم - او دا دلیل یعنی (کبریٰ) باطله ده ځکه چه د خټی فائدی د اورنه ډیری دی (قَالَ فَبِعِزَّتِكَ) په دی قسم کولو کښی د ابلیس په خباثت نفسانی باندی دلیل دی یعنی وائی چه زه ستا عزت منم او د آدم علیه السلام عزت نه منم اوحال داچه دهغه عزت ئی په خَلَقْتُ بِيَدَيَّ، سره ذکرکړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل