إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِنْ طِينٍ
کله چه اوئیل رب ستا ملائکوته یقیناً زه پیدا کوؤنکی یم بشر لره دخټونه -
په دی آیتونو کښی تفصیل د یختصمون دی او دلته دا واقعه ذکرکوی دپاره ددی چه په ملائکو اوپه ابلیس باندی هم ابتلاء کړی شوی ده په مکلف کولو ددوی په سجود د آدم علیه السلام ته او چه په چا باندی ابتلاء راځی نوهغه د اللّه تعالٰی شریک یا شفیع قهری نشی کیدلی اودا رد دی په مشرکین بالملائکه و الجن باندی (رُوحِي) هغه روح چه په هغی کښی د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چا ملکیت او اختیار نیشته او صرف د اللّه تعالٰی دطرف نه هیڅ ظاهری سبب ئی نیشته ددی خصوصیت دوجی نه اللّه تعالٰی ته ئی اضافت اوشو (فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ) اودا سجود د تحیه (سَلام) کولو په طریقه سره ده چه مخکنو امتونو کښی جائزوه لیکن صرف په سر خکته کولوسره وه په طریقه دعبادت اوسرپه ځمکه کیخودلو سره نه وه - او زمونږ امت کښی تحیه صرف السلام علیکم و رحمة اللّه وبرکاته وئیل دی او ورسره مصافحه او معانقه کول هم په سنت سره ثابت دی لیکن سر خکته کول په وخت دسلام کښی منع دی مخکښی هم دابحث شپږ سورتونو کښی تیرشوی دی -