مَا كَانَ لِيَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى إِذْ يَخْتَصِمُونَ
نیشته مالره هیڅ علم په مجلس اوچت کښی کله چه هغوی کورنئ کښی خبری کولی -
ددی آیت نه تر آخره پوری دریم باب دی په دی کښی صدق درسول بیانوی په نفی دعلم غیب سره دهغه نه - بیا ذکر دابتلاء دی ملائکو او ابلیس باندی په امرد سجود سره آدم علیه السلام ته او آخرکښی صدق د رسول او قرآن ذکرکوی دپاره دموافقت د اول دسورة سره - په دی (۶۹) کښی صدق درسول ذکرکوی دپاره د رد په معرضینو چه تیرشوی آیت کښی هغوی ته زجر وؤ حاصل داچه تاسوپه څه وجی سره اعراض کوئ حال دادی چه دی پیغمبر په خپل علم سره داخبری نه دی کړی بلکه په وحی سره ورته خبر ورکړی شوی دی - ددی آیت په تفسیر کښی مشهور دوه قولونه دی - اول قول دادی چه (بِالْمَلَإِ الْأَعْلَى) نه مراد ملائک دی او اختصام نه مراد بحث کول دی د ملائکو او د اللّه تعالٰی په باره داسختلاف د آدم علیه السلام او د سجدی کښی چه په سورة بقره کښی ذکرشوی دی - اختصام صرف سوال او جواب ته وئیلی کیږی جگړه پوری خاص نه دی دوهم قول حدیث دی په روایت دعبدلرحمٰن بن عائِش سره چه ترمذی او حاکم او تفسیرخازن او قرطبی وغیرهم دلته ذکرکړی دی او اختصام په کفاراتواو رفع درجاتو کښی دی لیکن اول قول صحیح دی ځکه چه روستو دهغی نه ذکر را روان دی په (إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ) سره دوهم داچه دغه حدیث ثابت نه دی تفصیل ئی په تفسیرخازن کښی دی -