هَذَا وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ لَشَرَّ مَآبٍ
دا بل قسم ذکردی او یقیناً سرکشانو دپاره بد ځای دورتللو دی -
دا تخویف اخروی دی په مقابل دبشارت دمتقینو کښی اودا هم مشتمل دی په لس حالات قبیحه د اهل جهنم (وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ) مراد ددی نه کامل طغیان والا دی یعنی مشرک (غَسَّاقٌ) هغه گندگی چه بهیږی به د بدنونو او د زخمونو د جهنم والو نه یا مقابل دحمیم دی یعنی ډیریخ چه د ډیریخ والی دوجی نه سوزول کوی اوحدیث دترمذی کښی وارد دی که چیری یوه بوقه دغساق نه په دنیا کښی توی کړی شی نوټول دنیا والا به بدبویه شی (هَذَا فَوْجٌ مُقْتَحِمٌ مَعَكُمْ) دا ذکر دبرائت د الٰهو باطلو او عابدانو دهغوی دی دیوبل نه - یعنی هرکله چه ملائکو را روان کړی وی او دهغوی نه به ئی روستو داخلوی نو ملائک به اوائی مشرانوددوی ته (هَذَا فَوْجٌ) غټ جماعت ته فوج وائي (مُقْتَحِمٌ) په زوره داخلولو سره تنگ ځای کښی ته اقتحام وائی - ځکه چه ددوی ځایونه به په جهنم کښی تنگ وی (لَا مَرْحَبًا بِهِمْ) دا قول ددوی دمشرانو دی اودا دعاءِ شر ده یعنی دوی له دی فراخی نصیب نه شی یا جملیه خبریه ده - (قَالُوا رَبَّنَا مَنْ قَدَّمَ لَنَا) تقدیم په طریقه ددعوت سره دی یعنی څوک چه داعی وی شرک ته نوهغه دپاره دوچند عذاب په کاردی لکه سورة احزاب (۶۸) کښی تیرشوی دی (وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالًا) دا قول دکشرانو او مشرانو ټولو دی او دی کښی اشاره ده لکه چه ددوی تابعدارئ کولو نتیجه ناکاره ښکاره شوه نو دارنگ ددوی داگمان هم غلط ثابت شو چه دوی به توحید والو ته أَشْرَار وئیل او حال دادی چه هغوی په جهنم کښی نیشته معلومه شوه چه هغوی اخیار وو اودا عادت دجاهلانو اوس هم جاری دی چه دوی داعیانو دتوحید اوسنت او هرحق پرستو ته شریان وائي خوقیامت کښی به دوی ته معلومه شی -