صٓ ۳۹

هَذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ

دا بخشش زمونږ دی نو احسان کوه یائی را ټینگ کړه بغیر د حساب نه -

هَذَا کښی اشاره ماقبل بادشاهئ او تسخیر دهوا اود شیاطینو ده (عَطَاؤُنَا) په دی سره وهم دفع کوی چه یهودیانو مشهور کړی وؤ چه سلیمان علیه السلام ساحروؤ او دا تسخیرپه سبب دجادو سره کړی وؤ نو جواب اوشو چه دا بخشش د اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ په جادو منتر سره نه وو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل