صٓ ۳۶

فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ

نوپه خدمت دهغه کښی مو اولگوله هوا روانه به وه په حکم دهغه سره نرمه کوم خوا چه به دی تللو -

په دی آیاتونو کښی اشاره ده استجابت د دعا د سلیمان علیه السلام ته اود معجزانه بادشاهئ په طورسره اول هوا مسخرکړی شوه چه په هغی سره به دده تخت دده مقتضی موافق چلیدلو - او دوهم سرکش پیریان مسخرکړی شول چه هغه سخت کارونه ئی کول چه انسانانوبه کولی نشو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل