إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ
یقیناً ملگری کړی وؤ مونږ غرونه دده سره تسبیح به ئی وئیله بیگائی او دنمر ختلو په وخت کښی -
په دی آیت کښی دهغه څلورم صفت دی په طریقه دمعجزی سره یعنی غرونه چه په مخلوق کښی ډیرسخت مخلوق دی لیکن هرکله چه داؤد علیه السلام به تسبیح وئیله یابه ئی زبورتلاوت کوؤ غرونو به ورسره هم تسبیح او تلاوت دزبور کوؤ (بِالْعَشِيِّ) وئیلی کیږی روستنی نصف د ورځی ته ماځیگر، ماښام او ماسخوتن په کښی داخل دی (وَالْإِشْرَاقِ) په دی کښی صلوٰة الاشراق (چه هرکله نمریونیزه دوه نیزی د غرونو نه رااوچت شی) ته اشاره ده -