سُبْحَانَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُونَ
پاکی ده رب ستالره چه رب د عزت دی دهغی نه چه دوی بیانوی -
دا تفریع ده په کل سورة باندی او دعویٰ دتوحید ده یعنی هرکله چه ملائکو اود انبیاء علیهم السلام اود جناتو عجز او احتیاج ثابت شو نومعلومه شوه چه دوی د اللّه تعالٰی سره شریک نشی کیدی او شفعاء قهریه هم نشی کیدی دا مراد دی دتسبیح نه (وَسَلَامٌ عَلَى الْمُرْسَلِينَ) دا دعویٰ دسورة ده یعنی انبیاء علیهم السلام کمال دادی چه هغوی له سلامتیا دعذاب ددنیا او د اخرت نه اللّه تعالٰی ورکوی - (وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ) دا هم دعویٰ دتوحید ده اشاره ده چه هلاکت د کافرانو او نصرت دپیغمبرانو چه په دی سورة کښی ذکرشو په دی باندی د اللّه تعالٰی حمد دی او دا نعمتونه دی د اللّه تعالٰی دطرف نه -