الصافات ۱۷۶

أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ

آیا عذاب زمونږ په تادئی سره غواړی -

هرکله چه د عذاب ذکراوشو نو منکرینو استهزاء‌ شروع کړه چه عذاب دی زر راشی نوپه هغی باندی زجردی او تخویف دی (بِسَاحَتِهِمْ) ساحة په اصل کښی صحن دکورته وائی مراد ترینه عذاب راتلل دی ناساپه په داسی طریقی سره چه دخلاصی رو تری نه مومی (صَبَاحُ) اکثر عذابونه د اللّه تعالٰی په وخت دصبا کښی راغلی دی چه په دغه مبارک وخت کښی دامنکرین غافل وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل