وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ
او یقیناً مخکښی شوی ده وعده زمونږ دبندگانو زمونږسره چه رسولان دی -
د زجر او تخویف د منکرینونه روستو بشارت دنیویه دی رسولانو او مؤمنانو ته -
سوال: په قرآن کریم کښی په لس آیاتونو کښی دقتل دانبیاؤ ذکر په طریقه د اخبارسره موجود دی نو دا خو دنصرت او د غلبی سره منافی ده؟
جواب: ددی په ډیرو وجوهو سره دی - اول: خطیب شربینی او نورو مفسرینو ذکر کړی دی "چه نصرت او غلبه کله کله په حجت سره وی او کله کله په دولت او استیلاء سره وی او کله کله په دوام او اثبات ددین سره وی پس مؤمن اگرچه مغلوب وی په بعضی اوقاتو کښی په سبب دضعف د احوالو دنیا خودی به غالب وی په آخرت کښی نوحکم په اعتبار داغلب سره دی نودا منافی نه دی دقتل دبعضی انبیاؤ او دهزیمت د ډیرو مؤمنانو سره" (ترجمه عبارت سراج المنیر) دوهم جواب دادی چه دا وعده درسولانو د اصحابو د شرائعو سره ده او قتل دانبیاء یعنی غیراصحاب الشرائع ثابت دی او دا قول د حسن بصری نه قرطبی نقل کړی دی او ددی وجی نه دنصرت په آیاتونو کښی لفظ رسولاً ذکرکړی دی او دقتل په آیاتونو کښی صفت دثبوت ذکردی او دا غوره جواب دی - څوک چه ددی آیاتونو د نصرت په بنا د پیغمبرانو دقتل نه مطلقا انکار کوی اودقتل دآیاتونو تاویلونه کوی نودا تحریف معنوی سره مشابهت دی قرآن دداسی بعید تاویلونونه بری دی اوحدیث هم په دی باب کښی صریح دی - (اشد الناس عذابا یوم القیامة من قتل نبیاً او قتله نبی) [نهایه ابن اثیر: ج: ۴ ص:۱۳] -