فَإِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ
نو یقیناً تاسو او هغه کسان چه تاسو بندگی کوئ د هغوی -
دا تفریع ده په ماقبل باندی یعنی چه هرکله ملائک او انبیاء علیهم السلام او جنات عاجز او محتاج مخلوق دی نو دوی او تاسو هیچ چا لره نه شئ گمراه کولی یعنی عقل والا پوهیږی چه دا عاجز مخلوق د اللّه تعالٰی شریک نشی کیدلی لیکن څوک چه اللّه تعالٰی دهغه دپاره جحیم مقررکړی وی نوهغه به گمراه او مشرک شی - او ددی آیاتونو نه معلومه شوه چه هدایت او ضلال په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی -