وَجَعَلُوا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ إِنَّهُمْ لَمُحْضَرُونَ
او جوړ کړی دی دوی په مینځ د اللّه تعالٰی او دپیریانو کښی نسب اویقیناً پوهیږی پیریان چه دوی به خامخا حاضر کړی شی په عذاب کښی -
په دی آیاتونو کښی رد دی په مشرکین بالجن باندی یعنی هغه خلق چه جنات ئی د اللّه تعالٰی سره شریکان گنړلی دی په صفاتو دعلم غیب اوپناهی ورکولو کښی اوپه عبادت کولو کښی لکه چه سورة سبا اوسورة جن نه معلومیږی او بعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا رد دی په مجوسیانو باندی چه هغوی وئیلی دی چه اللّه تعالٰی او شیطان (ابلیس) دواړه رونړه دی یوخاوند دخیری دی او بل خاوند دشردی نو دنسباً نه مراد په اوله توجیه باندی نسبت دشرک دی او داقول حسن بصری نه نقل دی او په دوهمه توجیه باندی اخوت (ورورولی) مراد ده -