الصافات ۱۴۹

فَاسْتَفْتِهِمْ أَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُونَ

پس ته تپوس اوکړه ددوی نه آیا ستا رب لره لونړه دی او دوی لره ځامن -

ددی نه دریم باب دی تر اخر دسورة پوری په دی کښی رد دی په مشرکین بالملائکه باندی ا مشرکین بالجن باندی بیا بیان دملائکودی په طریقه د رد په عابدانو ددوی باندی ا وزجردی منکرینو ته اوبشارت دی اوتسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته سره دتخویف دمنکرینونه اوپه آخرکښی دعویٰ دتوحید ده او دعویٰ دسورة ده په ذکرداحتیاج درسولانو اللّه تعالٰی ته په سلامتیا کښی - دا (۱۴۹) متعلق دی دابتدا دسورة سره اورد دی په مشرکین بالملائکه په دری عقیدوباندی اول تقسیم چه اللّه تعالٰی لره بنات (لونړه) ثابتوی او دځان دپاره ځامن - دوهم ملائکو ته مؤنث وائي - دریم ملائک د اللّه تعالٰی لونړه گنړلی یعنی هغه لره ولد ثابتوی (مَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ) دا مطالبه د دلیل عقلی ده ددوی نه یعنی عقل خودا نه منی چه اللّه تعالٰی افضل نوع (نارینه اولاد) پریږدی او لونړه دی غوره کوی دا فیصله بی دلیله ده (أَمْ لَكُمْ سُلْطَانٌ مُبِينٌ) په دی کښی طلب ددلیل نقلی دی د تیرشوو انبیاء علیهم السلام نه (فَأْتُوا بِكِتَابِكُمْ) په دی کښی مطالبه د دلیل وحی ده ځکه چه مراد دکتاب نه کتاب د اللّه تعالٰی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل