الصافات ۱۳۳

وَإِنَّ لُوطًا لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ

اویقیناً لوط علیه السلام وؤ خامخا درسولانونه -

دا پنځمه قصه ده په دی کښی احتیاج د لوط علیه السلام ذکرکوی په خپل نجات کښی او داهل په نجات کښی اوپه هلاکت دقوم کښی سره د زجراو تخویف نه منکرینوته (مُصْبِحِينَ وَبِاللَّيْلِ) په دی کښی خطاب دی اهل مکه ته چه هرکله به دوی شام ته تلل په سفردتجارت سره نو چه د مکی نه به ماښام روان شول نوصبائی کښی به کلو دقوم لوط علیه السلام ته اورسیدل اوکه صبا وخت به ئی سفرشروع کړو نودشپی په وخت کښی به هلته رسیدل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل