وَإِنَّ إِلْيَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ
اویقیناً الیاس خامخا درسولانو نه وؤ -
دا څلورمه قصه ده - په دی کښی ذکرکوی عبدیت د الیاس علیه السلام په طریقه د دعوت کولو هغه توحید ته او رد کول په شرک باندی اوبیا ذکرکوی احتیاج دده اللّه تعالٰی ته په ثناءِ حسن او سلامتیا کښی اوآخرکښی ذکرکوی عبدیت خاصه دده (وَإِنَّ إِلْيَاسَ) اتفاق دی دمفسرینو چه دا رسول وؤ په بنی اسرائیلو کښی هرکله چه هغوی په شرک کښی اخته شول نو اللّه تعالٰی دی رسول را اولیږو اود عکرمه او ابن مسعود رضی اللّه عنهما نه نقل دی چه دده نوم ادریس وؤ نوکیدی شی چه الیاس ئی لقب وی او ادریس ئی عَلم وی یاپه عکس سره اودده په باره کښی چه کوم حدیث قرطبی او نورو ذکرکړی دی چه هغه ژوندی دی او د رسول اللّٰه ﷺ ورسره ملاقات شوی دی نو سیوطی د امام ذهبی نه نقل کړی دی چه دا حدیث موضوعی دی دارنگ حدیث دژوند د حضراو او د الیاس علیهم السلام صوفیاؤ بی سنده ذکرکړی دی (بَعْلًا) مفسرینو لیکلی دی چه بعل بت (شکل) دښځی وؤ دسروزرو نه ئی جوړکړی وؤ او شل ذراعه اوږد وؤ اودهغی څلورسوه منجوران خدمتگاران وؤ او شیطان به کله کله په هغه بت کښی دننه داخل شو اودوی سره به ئی دگمراهئ خبری کولی او (بَکْ) دهغه ځای بادشاه وؤ اود خپل ښارنوم ئی بعلبک کیخودلی وؤ -