الصافات ۱۰۷

وَفَدَيْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِيمٍ

او بدله ورکړه مونږ هغه ته یو حلال شوی لوی -

(وَفَدَيْنَاهُ) فدیه ورکول د یو بندیوان د خلاصولو دپاره وی یعنی ابراهیم علیه السلام ځوئی لره نه پریخودلو لیکن مونږ ترینه په فدیه سره خلاص کړو (عَظِيمٍ) یعنی قدر او مرتبه ئی لویه وه ځکه چه د لوی سړی په بدله کښی ئی لوی سړی لره ورکړو اوهغه یوگډ وؤ چه اللّه تعالٰی دغیبو نه راولیږلو او ابراهیم علیه السلام ته امر اوشو چه دی ذبح کړه او دا دلیل دی چه قربانی کول په گډ سره افضل دی - اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا قربانی کول چه سنت د ابراهیم علیه السلام په ټولو امتونو کښی جاری دی دا ذبح عظیم ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل