الصافات ۹۷

قَالُوا ابْنُوا لَهُ بُنْيَانًا فَأَلْقُوهُ فِي الْجَحِيمِ

اوئیل دوی جوړ کړئ دده دپاره آبادئ نو اوغورځوئ ده لره په اورکښی -

هرکله چه ددوی سره دلیل نه وؤ په شرک باندی نو دظلم لارئی اختیارکړه او مشوره ئی اوکړه چه یو لویه آبادی (دتنورپه شکل باندی) جوړه کړئ، نوهغه ئی جوړه کړه او دخشاک نه ئی ډکه کړه او اورئی په کښی بل کړو او ابراهیم علیه السلام ئی په کښی اوغورځوؤ اودی ټولی کارنامی ته ئی (كَيْدًا) اوئیل لیکن هرکله چه په دلیل هم دوی پړه شول او اورئی بی اثره شو ددی وجی نه ئی اوئیل (الْأَسْفَلِينَ) او هرکله چه مال او خشاک او وخت ئی بی فائدی شول نودی ته ئی په سورة انبیاء (۷۰) کښی الاخسرین وئیلی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل