الصافات ۹۵

قَالَ أَتَعْبُدُونَ مَا تَنْحِتُونَ

اوئیل ئی آیا بندگئ کوئ‌ تاسو دهغه څیزونو چه په لاسونو ئی کنستل کوئ -

دا رد دی دهغوی په شرک باندی په دوه طریقو سره اوله طریقه (تَنْحِتُونَ) یعنی تاسو دا بتان د لرگو او گټو وغیره نه په خپلو لاسونو جوړ کړی دی نوهغه دعبادت حق دار نشی کیدی اوپه دی کښی هغه قبرونه هم داخل دی چه په چونه او سیمټو سره پاخه کړی شوی وی او ډولی کړی شوی وی - اوبیا ورته سجدی لگوی او حاجات ترینه غواړی - دوهمه طریقه (وَمَا تَعْمَلُونَ) یعنی ستاسو او ستاسو د عملونو خالق صرف اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی دا معبودان باطله او دهغوی بندگی کول هم داخل دی اودا دلیل د اهل سنت و الجماعة دی په دی عقیده باندی چه اللّه تعالٰی خالق دهرعمل دی که خیروی او که شروی او اختیاری وی اوکه غیر اختیاری وی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل