الصافات ۹۱

فَرَاغَ إِلَى آلِهَتِهِمْ فَقَالَ أَلَا تَأْكُلُونَ

نو پټ راغی ددوی په مبعودانوپسی نو اوئیل ئی آیا نه خورئ تاسو -

[۹۲،۹۱] دا ذکر دمجاهدی کولو د ابراهیم علیه السلام دی دپاره د رد شرک - او هغه قوم به ددی الهوپه وړاندی خوراکونه کیخودل دپاره ددی چه برکت په کښی پیدا شی بیا به ئی لږ دهغی نه د تبرک دپاره ځان له راوړو او باقی به ئی منجورانو ته پریخودو نو ابراهیم علیه السلام په دی خطاباتوکښی دا خبره ثابته کړه چه دوی خوراک او خبری نشی کولی نودوی دعبادت لائق نه دی اودا خطابونه اگر چه بتانو نه دی لیکن الزام دی په دغه مشرکانوباندی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل