وَجَعَلْنَا ذُرِّيَّتَهُ هُمُ الْبَاقِينَ
او اوگرځوؤ مونږ اولاد دده باقی په دنیا کښی -
دا بل انعام دی په نوح علیه السلام باندی چه په دی کښی هم هغه اللّه تعالٰی ته مجتاج وؤ مرا ددی دادی چه د نوح علیه السلام نه روستو ټولی دنیاوالا اولاد دده دی اوپه دی کښی اشاره ده چه په کشتئ کښی صرف دده اولاد وؤ اونورخلق ټول غرق شول - اودارنگ سورة یونس (۷۳) کښی تیرشوی دی مفسرینو لیکلی دی چه دده دری ځامن بچ شول حام، سام، یافث، نودحام اولاد سند، هند، نوب، زنج، حبش، اوقبط او بربر وغیره دی او دسام اولاد عرب، فارس، او روم او بنی اسرائیل وغیره دی اودیافث اولاد ترک، صقلب، یاجوج ماجوج -