وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ
او یقیناً آواز راکړی وؤ مونږ ته نوح علیه السلام نو ډیر ښه جواب ورکوؤنکی وؤ -
ددی آیت نه تر (۱۴۹) پوری دوهم باب دی په دی کښی حالات د اوو پیغمبرانو ذکرکوی چه دوی محتاج وو اللّه تعالٰی ته اودهغه بندگان وؤ لفظ د ناضمیر جمع متکلم (چه مراد ترینه اللّه تعالٰی دی) ددوی په واقعاتوکښی ذکرکوی اشاره ده چه دوی په دغه حالاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - هغه انبیاء علیهم السلام نوح، ابراهیم، موسیٰ او هارون، الیاس، لوط او یونس علیهم السلام وو او ربط ددی د المخلصین سره دی چه هغه پیغمبران او دهغوی تابعداران وو (نَادَانَا) مراد ددی نه دعاگانی دنوح علیه السلام دی چه په سورة نوح کښی تفصیلاً ذکرشوی دی -