الصافات ۶۲

أَذَلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ

آیا دا غوره دی په میلمستیاکښی اوکه اونه دزقوم -

په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی (كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ) مراد ددی نه سرکش ماران دی چه هیبت ناک شکلونه لری یامراد ددی نه ابلیس اودهغه اولاد دی او هغوی اگرچه په اصل صورت او شکل انسانانو لیدلی نه دی لیکن په عرف کښی مشهوردی په بدشکلئ‌ سره (فَمَالِئُونَ) اشاره ده چه دا خوراک دمړه ولو فائده نه ورکوی لیکن صرف خیټه به ډکه وی او دډکی خیټی نه ډیر تکلیفونه اومرضونه پیدا کیږی (ثُمَّ إِنَّ لَهُمْ عَلَيْهَا لَشَوْبًا مِنْ حَمِيمٍ) یعنی داوبو گرموالی اوداونی تریخوالی به دواړه گډ شی - یا داچه دا اوبه په دوینو زوؤ دجهنمیانو سره گډی کړی شی (ثُمَّ إِنَّ مَرْجِعَهُمْ) هرکله چه دخوراک او څکاک طبقه په جهنم کښی جدا ده اوپه اورسره د سوزیدلو طبقه (جَحِيمِ) جدا ده نوددی وجی نه ئی اوفرمائیل چه روستو دخوراک او څکاک نه ددوی واپسی جحیم ته ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل