فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ
نومخامخ به شی بعضو ددوی په بعضو باندی تپوسونه به کوی -
داهم په بشارت کښی داخل دی ځکه چه عذاب په دشمن باندی اوبچ کیدل د سبب دعذاب نه لوی نعمت دی (قَرِينٌ) ددی نه مراد مقابله کوؤنکی دی یوعمروالا همزولی ځکه چه قرین په اصل کښی یوقرن والا ته وئیلی کیږی (نِعْمَةُ رَبِّي) مراد ددی نه بچ کول دی دشرک او دانکار د قیامت نه اومضبوط والی دی په ایمان باندی (لِمِثْلِ هَذَا) یعنی ددنیا دمقصدونو او شهواتو دپاره محنت نه دی په کار بلکه دجنت دنعمتونو دحصول دپاره کړاؤ ضروری دی -