الصافات ۴۱

أُولَئِكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَعْلُومٌ

دغه کسان دوی لره روزی ده معلوم صفتونو والا -

په دی آیاتونو کښی بشارت ذکرکوی په څوارلس انعاماتو خاصو سره (مَعْلُومٌ) دلته یو سوال دی چه سورة الم سجده (۱۷) کښی اخفی لهم من قرة اعین تیرشوی دی هغه دلالت کوی چه د جنت نعمتونه هیچ چا نه دی معلوم او دلته فرمائي (رِزْقٌ مَعْلُومٌ)؟ جواب دادی چه معلوم دی بعضی صفتونه دهغی چه همیشه دی - او بُكْرَةً وَ عَشِيًّا دی اوتفصیلی حقیقت ئی نه دی معلوم (مُتَقَابِلِينَ) یعنی دیوبل شاه به نه وینی کنایه ده چه دیوبل نه به نه خفه کیږی - یا مراد دادی چه دا کټونه به چاپیره گرځی - نو یوبل ته به شانه گرځی (غَوْلٌ) پټ ضرر ته وئیلی کیږی نودا شامل دی درد سر او درد د خیټی او نورومرضونوته (وَلَا هُمْ عَنْهَا يُنْزَفُونَ) په معنیٰ دفساد د عقل دی په سبب دنشه کیدلو سره اودا تخصیص بعداالتعمیم دی ځکه چه لفظ (غَوْلٌ) هم نشی ته شامل دی او نشه کیدل لوی آفت دی (قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ) داد زنانو بهترین صفت دی په دنیا او اخرت کښی چه دخاوندانو نه علاوه بل چاته سترگی نه اړوی (بَيْضٌ مَكْنُونٌ) مراد ددی نه هگئ دشترمرغ ده چه پټه وی دخیری او د غبار نه او مائله وی زیړوالی ته یا مراد ددی نه هغه هگئ ده چه روغه اؤیشولی شی اوبیا ترینه د پاسه پوستکی لری کړی شی نو لاندی صفا سپین وی - یامراد ددی نه مطلق هگئ ده چه پټه ساتلی شوی وی اودزنانو تشبیه د هغی سره په تناسب د اجزاؤ ورکیدی شی - تردی ځای پوری نعمتونه دخوراک او درهائش او څکاک او د بیبیانو په باره کښی ذکر شول -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل