إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ
یقینا دوی وؤ چه کله به اوئیلی شو دوی ته نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه نو دوی به لوئی کوله -
دا علت دماقبل عذاب دی او زجردی په انکار دتوحید سره معلومه شوه چه مشرک د اللّه تعالٰی نه او دهغه صفتونو او عبادتونو نه انکار نه کوی لیکن صرف دتوحید نه انکار کوی لکه چه سورة اسراء (۴۶) کښی تیرشوی دی او سورة ص (۵) او زمر (۴۵) کښی به راشی -