وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ
او مخامخ به شی بعضی ددوی په بعضوباندی تپوسونه به کوی -
(ربط) هرکله چه معلومه شوه چه دوی به د تپوس د جواب نه چپ وی نو وهم راځی چه آیا دوی به چاړاگان وی ژبی به ئی بندی وی؟ نوددی وهم ازاله کوی چه دوی به یوبل لره ملامته کو ی اوپه دی آیاتونو کښی تخویف اخروی دی په طریقه دبرائت د الِهو باطلو او د عابدانو دهغوی دیوبل نه په ورځ دقیامت (سُلْطَانٍ) په معنیٰ د حجت او دلیل دی یعنی مونږ تاسو ته هیڅ حجت او دلیل په شرک باندی نه دی پیش کړی یا مراد دسلطان نه زور او جبرکول دی (فَأَغْوَيْنَاكُمْ) حاصل داچه مونږ په تاسو باندی زور نه دی کړی اونه هم درته دلیل پیش کړی صرف دعوت دگمراهئ مو درته درکړی دی ددی دپاره چه زمونږ ملگری دگمراهئ ډیرشی نوتاسو ځمونږ دعوت په خپله خوښه باندی قبول کړی دی -