الصافات ۲۲

احْشُرُوا الَّذِينَ ظَلَمُوا وَأَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ

را جمع کړئ (ای ملائکو) هغه کسان چه ظلم کړی دی او ددوی ملگری او هغه کسان چه دوی ئی بندگی کوله -

په دی آیاتونو کښی تخویف اخروی په پنځه حالاتوسره ذکرکړو (۱) حشر، (۲) دجهنم لاری ته وړاندی کول، (۳) حصارول دتپوسونو دپاره، (۴) یوبل سره نصرت کول، (۵) ذلیل منقاد کیدل په مجبورئ سره (وَأَزْوَاجَهُمْ) مرا ددی نه هغه کسان دی چه مشابه دی یوبل سره په نوعه د ظلم او گناه کښی - یعنی مشرک بالملائکه به دمشرک بالملائکه سره اوبت پرست به دبت پرست سره او مشرک دستورو د خپل مشابه سره او قبرپرست به قبرپرست سره او زانی د زانی سره اوشرابی د شرابی سره او دبدعتی د بدعتی سره به یوځای کړی شی اودی ته په عام عرف کښی پیربایان وئیلی کیږی (وَمَا كَانُوا يَعْبُدُونَ) ددی نه مراد هغه پیران او ملایان دی چه عوامو ددوی طاعت کړی دی په شرک او بدعاتو او گناهونو کښی اودوی پری رضا وو (مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُونَ) دا هم داخل دی په تپوسونو کښی او دا رد دی ددوی په دعویٰ باندی په دنیا کښی چه دا معبودان به زمونږ امداد کوی او دلته مراد دنصرت نه دعذاب نه بچ کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل