الصافات ۱۶

أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ

آیا کله چه مونږ مړه شو او خاوری او هډوکی شو آیا مونږ دوباره پیدا کیدی شو -

په دی آیاتونو کښی زجردی په انکاردبعث بعدالموت سره - دری کرته ئی همزه د استفهام راوړی دی دوجی دډیر استبعاد نه (يَنْظُرُونَ) دا عام دی یوبل ته به نظرکوی خپل حالت ته به گوری یا په معنیٰ د انتظار دجزاء دی - یا نظر کنایه ده د ژوندی کیدلو نه - امام بقاعی وئیلی دی چه نظر ئی خاص کړو په ذکرسره چه نظر بغیر دحیات نه نه موجویږی او نورحواس کله کله بغیردحیات نه هم موجودیږی (هَذَا يَوْمُ الْفَصْلِ) دا قول دمنکرینو دی یو بل ته یا قول دی دطرف د اللّه تعالٰی نه -
فائده: په دی آیاتونو کښی دقیامت دوه نومونه ذکرکړی شو یوم الدین او یوم الفصل -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل