الصافات ۱۱

فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمْ مَنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِنْ طِينٍ لَازِبٍ

نو تپوس اوکړه آیا دوی پوخ پیدائش والا دی اوکه هغه څوک چه مونږ پیدا کړی دی یقیناً پيدا کړی دی مونږ دوی لره د خټی نه چه سلیخناکه وه -

دا زجر دی منکرینو دبعث بعدالموت ته او مراد د (مَنْ خَلَقْنَا) نه ملائک او مشرق او ستوری او شیاطین او شهابونه (شغلی) دی چه مخکښی ذکرشول چه اللّه تعالٰی ددی څیزونو پیدائش باندی قادر دی نو دوباره پيدا کولو د انسانانوباندی هم قادر دی (لَازِبٍ) هغه خټه چه ډیروخت پری تیرشی خمبیره شی اوبیا لاسونو پوری انخلی او هغی ته سلیخ ناکه وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل