بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَالصَّافَّاتِ صَفًّا
قسم دی په هغه ملائکو باندی چه صفونه جوړوی صفونه -
ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سره په څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه په هغه سورة کښی رد وؤ په شفاعت قهریه (شرکیه) باندی نوپه دی سورة کښی د هغی علت ذکرکوی چه هغه عجز او احتیاج دنیکانو بندگانو دی - دوهمه وجه داده چه مخکښی سورة کښی عقلی دلیلونه وو نوپه دی سورة کښی نقلی دلیلوه ذکرکوی -
اثبات دتوحید دی په ذکرکولو داحتیاج او د عجز دملائکو اواحتیاج او عبدیت د پیغمبرانو او ذلت د جناتو سره د رد د شرک بالملائکه والجن اوالانبیاء نه اورد دشرک فی العبادة والدعاء دی احوال دملائکو په (۱۶۶،۱۶۵،۱۶۴،۳،۲،۱) کښی او احوال دجناتو (۱۶۰،۱۵۸،۱۰،۹،۸،۷) کښی ذکرکوی - او احوال د اوو پیغمبرانو، نوح اوابراهیم او موسیٰ سره دهارون او الیاس اولوط او یونس علیهم السلام نه او ماخذ ددعوی په آخردسورة (۱۸۱) کښی دی چه انبیاء علیهم السلام محتاج دی اللّه تعالٰی ته په سلامتیاکښی اودعویٰ دتوحید (۱۸۲،۱۸۰) کښی ذکرده -
په دی کښی دری بابونه دی اول باب تر (۷۴) کښی دی په دی کی احوال دملائکو دپاره دشهادت په توحید باندی دی بیا تذلیل دجناتو ذکرکوی تر (۱۰) پوری بیا څلورقسمه زجرونه ذکرکوی تر (۲۰) پوری بیا برائت د الٰهو باطلو اود عابدانو دهغوی یو بل نه ذکرکوی تخویفاً تر (۳۴) پوری بیا بشارت تفصیلیه تر (۶۱) او تخویف اخروی تفصیلی اخروی تر (۷۴) پوری ذکرکوی -
په دی کښی صفات دملائکودی اودا غوره قول دی چه ملائک د اللّه تعالٰی دبندگئ دپاره په صفونو کښی ولاړ دی لکه چه صحیح حدیث کښ وارد دی چه صفونه ددی امت دپاره دمونځ دجماعت په شان دصفونو دملائکودی چه اولنی صفونه پوره کوی اودیوبل سره پیوست ولاړ وی - او ملائک زجرکوی (شړی) شیطانانو لره دآسمان نه اوشړی وریځولره دیوطرف نه بل طرف ته اومنع کوی مؤمنانولره د گناهونونه په الهام دخیرسره اوملائک تلاوت کوی دوحی اوذکرکوی اللّه تعالٰی لره په تسبیح او حمد اوتقدیس سره اودوهم قول دادی چه مراد ددی نه جماعتونه دمؤمنانو دی چه دا دری کارونه کوی -