يٰسٓ ۷۵

لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ

طاقت نه لره هغوی دمدد کولو د دوی اودوی هغوی لره لښکری دی حاضر کړی شوی -

دا رد دی ددوی په امید (دنصرت) باندی (وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُحْضَرُونَ) اول ضمیرراجع دی عابدانو (مشرکانوته) اودوهم ضمیرراجع دی الٰهو ته مراد دادی چه دا مشرکان ددی معبودانو دپاره په شان دپولیس او فوج دی چه دهغوی څوکیداری کوی چه څوک ترینه څه څیز اونه تختوی اونقصان ورته اونه رسوی اودارنگ که څوک مؤحد دهغوی عجزبیانوی نودوی په هغی باندی غصه کیږی او مؤحد لره بی عزّته کوی اودا حال بعینهِ دقبرپرستول خلقو دی، اودوهم احتمال دادی چه اول ضمیرراجع دی مبعودانوته اودوهم عابدانو ته په دی کښی بیا دوه توجیهات دی اوله توجیه داده چه دا ددی مشرکانوپه زعم اوپه عقیده باطله باندی بنادی دوهمه توجیه داده چه لام په معنیٰ د علٰی سره دی یعنی دا آلهه به ددوی په ضد او مخالفت کښی لښکری حاضره وی په ورځ دقیامت کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل