وَلَوْ نَشَاءُ لَطَمَسْنَا عَلَى أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّى يُبْصِرُونَ
اوکه چیری اوغواړو مونږ نو ورانی به کړو سترگی ددوی نو وړاندی کیږی به لاری ته نوڅه رنگ به لیدل کوی -
دا تخویف دنیوی دی ربط ئی دادی هرکله چه تیرشوی آیت کښی بندول دخولو ذکرکړل نوپه دی آیت کښی ذکرکوی چه په دنیا کښی هم اللّه تعالٰی قادر دی چه ددوی سترگی بندی کړی (لَطَمَسْنَا) طمس په اصل کښی هغه ړوندوالی ته وئیلی کیږی چه دسترگوچودونه هم نه وی او زیزمی او بانړه ئي هم نه وی -