يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ
ای خلقو یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده نونه دی دهوکه کوی تاسرلره ژوند دنیوی اونه دی دهوکه تاسو په اللّه تعالٰی باندی دهوکه درکوؤنکی -
په دی کښی ذکرد اثبات دقیامت دی سره دتحدید داسبابو د انکار دهغی نه (الْحَيَاةُ الدُّنْيَا) مراد ددی نه مشغولیدل دی په مال ددنیا اوپه مزو د هغی اوشهواتودهغی باندی تردی پوری چه انسان غافل شی دآخرت اودمرگ نه یامنکرشی دآخرت نه (بِاللَّهِ الْغَرُورُ) داسی سورة لقمان (۳۳) کښی هم تیرشوی دی الْغَرُورُ، شیطان انسی او جنی دواړوته شامل دی -