سبأ ۳۷

وَمَا أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ بِالَّتِي تُقَرِّبُكُمْ عِنْدَنَا زُلْفَى إِلَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ لَهُمْ جَزَاءُ الضِّعْفِ بِمَا عَمِلُوا وَهُمْ فِي الْغُرُفَاتِ آمِنُونَ

اونه دی مالونه ستاسو او نه اولاد ستاسو په داسی حال چه را نزدی کړی تاسو مونږته په نزدیکت سره مگر هغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی او عمل کړی دی دسنت موافق نودغه کسان دوی لره بدله دوچنده ده په وجه دعملونو ددوی اودوی به په بنگلوکښی وی امن والا به وی -

دا دوهم جواب دی یعنی دکفراوشرک په موجودگئ کښی دچامال او اولاد سبب دنزدیکت اللّه تعالٰی ته نشی کیدلی یعنی که مالونه ئی ډیروی یامالونه خرچ کوی اودارنگ که اولاد ئی ډیروی یا اولاد ورته دعاگانی کوی خودکافرانو دپاره په دی سره قربت او ثواب نه حاصلیږی (إِلَّا مَنْ آمَنَ) یعنی مگر مالونه او اولاد مؤمن هغه له نزدیکت اللّه تعالٰی ته ورکولی شی چه مالونه د اللّه تعالٰی په لاری کښی خرچ کړی او اولاد ئی صالح وی نودادهغه د پاره سبب دقرابت او ثواب دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل