إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا
یقیناً اللّه تعالٰی لعنت کړی دی په کافرانوباندی اوتیار کړی دی دوی لره اورلمبووالا -
په دی آیتونو کښی تخویف اخروی دی په اته طریقوسره - لعنت، سعیر، خلود، ابد، لایجدون ولیاً، ولانصیرا، ارمان دطاعت د اللّه اورسول پسی، برائت د الٰهه باطلونه (أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا) هرکله چه ددی سورة مقصد ترغیب اطاعة اللّه والرسول وؤ نودهغی په مناسبت سره ئی دا تخویف ذکرکړو - اودا تمناَّ په دی سبب سره ده چه ددوی یقین راغی چه نجات صرف په اطاعت د اللّه تعالٰی او درسول دهغه کښی دی (سَادَتَنَا) مراد ددی نه هغه پیران اوملایان دی چه دوی ته ئی دعوت دکفراوشرک اوبدعاتو ورکړی وؤ اودوی د هغوی تقلید کړی وؤ (كُبَرَاءَنَا) مراد ترینه اقتدار والا دی چه په رعیت کښی ئی دفسق او فجور او خلاف د کتاب اللّه او سنت رسول اللّٰه ﷺ نه احکام او قوانین جاری کړی وی اورعیت دهغوی تابعداری کوی - آیت اگرچه صریح دی په تقلید کولو دگمراهانو کښی لیکن دلالةً په کښی هغه تقلید شخصی داخل دی چه یو عالم خطا شوی وی اجتهاداً او مقلد دهغه ته معلوم شی چه داقول دده خلاف دی دقرآن او سنت نه یعنی بی دلیله دی لیکن بیاهم هغه قول نه پریږدی نودا هم تقلید مذموم دی -